د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.40 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ۲۲ ګونو ناحیو د ګذر وکیلانو له شوراګانو سره د ملي دسترخوان پروګرام په اړه د همغږۍ غونډه ترسره شوه!

25 حمل 1400

د کابل ښاروالۍ د پروګرامو د پلي کیدو او د کابل ښار په کچه د ملي دسترخوان پروګرام د اجرایي کیدو په موخه د کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی او د ۲۲ ګونو ناحیو د رئیسانو ترمنځ دوه اړخیزه غونډه ترسره شوه. کابل ښاروال د ګذر وکیلانو همیشنۍ مرستې وستایلې او د ملي دسترخوان پروګرام د مرستو ویش لپاره د اړمنو د شفاف لیست برابرولو او عادلانه ویش په اړه یې ډاډ څرګند کړ. کابل ښاروال په دې برخه کې د ګذر وکیلانو د شوراګانو د مسئولیت په اړه وویل چې، موږ د خلکو ستونزې لومړیتوب ګڼو او امکاناتو د مرستو بڼې ته په کتو اړینه ده اړمن په دقیقه توګه وپیژندل شي او په دې برخه کې د ګذر وکیلانو ونډه چې د خلکو استازي ګڼل کیږي او د ډاډ وړ دي، مرستې به په شفافه توګه وویشل شي. نوموړي وویل چې زموږ خلک له یوې مړۍ ډوډۍ او د ژوند له معشیت څخه محروم دي او موږ به د انساني مینې له مخې چاته اجازه ورنه کړو، څو له دې پروسې ناوړه ګټه پورته کړي. کابل ښاروال هیله وښوده چې د ګذر وکیلان به د همکارو موسسو له لارې د مرستندویه بستو په ویش کې اسانتیاوې رامنځته کړي او په دې برخه کې یې د دوی په ښه څارنه ټینګار وکړ. کابل ښاروال وویل چې د وچې ډوډۍ د ویش پر مهال یې زیانمنې سیمې پيژندلې دي او د ملي دسترخوان پروګرام د بستو په ویش کې به ترې ګټه پورته کړي. کابل ښاروالي اړمنو ته د ملي دسترخوان پروګرام د مرستو د شفاف ویش په اړه ډاډ ورکوي او تاکل شوې ده د یادې ادارې له لوري په بیلابیلو پړاونو کې دا مرستې وویشل شي.