د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.40 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ملي دسترخوان پروګرام په اړه د همغږۍ غونډه ترسره شوه!

25 حمل 1400

د کابل ښاروالۍ رهبرۍ د کابل ښاروالۍ د پرمختیايي پروګرام څانګې له مسئولانو او مرستندویه موسسو سره د ملي دسترخوان پروګرام لپاره دعملیاتي پلان د جوړولو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره کړه. په یاده ناسته کې د کابل ښاروالۍ د مالي او اداري چارو د مرستیال نظیف الله قلندرزي او د ټولنیزو او کلتوري چارو د مرستیال څیړنوال محمد فاضل شریفي سربیره د پرمختیايي پروګرام او مرستندویه موسسو همکارانو او ګډونوالو، اړمنو ته د ملي دسترخوان پروګرام د مرستندویه بستو د ویش او څار په اړه بحث او خبرې اترې وکړې چې ډیر ژر به دا پروګرام د کابل ښار په کچه پیل شي. د اړمنو د لیست برابرول،شفافیت،د سیمه ایزو شوراګانو د مرستو جلبول او د یاد پروګرام سرعت هغه مسایل وو چې په غونډه کې پرې خبرې وشوې.