د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68.5 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د لومړی ناحیې له اړوند سیمو تیر وخته خوراکي توکي راټول او ولیږدول شول!

28 حمل 1400

د لومړی ناحیې مسئولانو د روژې میاشتې په را رسیدو سره د ښاري نظم پروګرامونو په پلي کولو سره د یادې ناحیې له یو شمیر سیمو  ۱۵۰ کیلو ګرامه تیر وخته خوراکي توکي راټول کړل او د دې برخې یو شمیر سرغړونکي یې د ۱۳۳۰۰ افغانیو په ارزښت نغدي جریمه او تادیب کړل او راټول شوي مواد له ښاره د باندې ولیږدول شول. کابل ښاروالي له روغتیايي سپارښتنو د څارنې سربیره خوراکي توکي هم څاري او دغه د څښاک توکي ګوري، څو له روغتیايی اړخه ډاډمن وي. هیله کیږي ټول ښاریان د خوراکي توکو د اخیستو پر وخت د توکو تاریخ او کیفیت ته جدي پاملرنه وکړي.