د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68.5 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ رهبرۍ د پنځو لویو پرانیستل شویو پروژو په اړه معلومات وړاندې کړل!

29 حمل 1400

د لارجوړونې او ښاري بیارغونې اونۍ ، د کابل ښاروالۍ د رهبرۍ او د ټولګټو وزارت له لوري د حکومت د رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې پای ته رسیده. د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو او ښاري ترانسپورټ مرستیال سهراب صدیقي په یاد کنفرانس کې وویل چې،یادې ادارۍ د سل ورځو سل زیرو پروګرام او د لارجوړنې او ښاري بیارغونې په لړ کې پنځه پروژې پرانیستې او ۲۰ نورې هغه یې پرانیستې ته تیارې دي. نوموړي د پاچا او شینه پلونو، له نجارانو کلا تر سرورکائنات څلورلارې او تر خواجه بغرا درې لارې د سړک، د قرغې- کابل کندهار نښلونکي سړک،د صنعتي پارکونود لومړی برخې د سړکونو او په ۷ ناحیو کې د یو شمیر ګذرونو بیارغونې په اړه ښاریانو ته معلومات وړاندې کړل.