د ښاري کثافاتو د مدیریت او د ښاري فرهنګ دودونې په موخه د پنځمې ناحیې له یو شمیر سیمو تیت کثافات راټول او ولیږدول شول. کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست پاک ښار ته د رسیدو په موخه هره اونۍ په دوه ناحیو کې تنظیفي حشرونه ترسره کوي،څو په تنظیفي چارو کې وروسته پاتې والۍ په دې توګه جبران شي. هیله کیږي ښاریان په ټاکل شویو ځایونو کې کثافات وغورځوي.
د پنځمې ناحیې په اړوند سیمو کې تنظیفي حشر ترسره شو!
30 حمل 1400