کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی د ښو او غوره خدمتونو ترسره کولو او ګټورو هڅو له امله د وزیرمحمد اکبرخان د لویدیځې سیمې او شیرپور تپې د مشرانو او سپین ږیرو له لوري وستایل شو. د یاد ستاینلیک د ورکولو پر مهال د کابل ښاروالۍ وروستۍ کړنې چې د ښاري نظم په برخه کې یې ترسره کړې دي او دغه راز د ملکیتونو هغه اسنادو د ترلاسه کیدو له امله چې له کلونو را وړاندې دوی نشوای ترلاسه کولای، خو د ښاغلي سلطانزوی له لارښوونې سره سم یې ستونزه حل شوې ده د ستاینې او مننې وړ وبللې.
کابل ښاروال د شیرپور سیمې د اوسیدونکو له لوري وستایل شو!
31 حمل 1400