د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ملي دسترخوان پروګرام د پلي کیدو په موخه د عامه پوهاوي ورکشاپ ترسره شو!

1 ثور 1400

د ملي دسترخوان پروګرام د اجرايي کیدو په اړه د عامه پوهاوي پروګرام د ۱۴۰۰ کال د وري میاشتې په ۳۰ مه نیټه په داسې حال کې د کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی په خبرو پیل شو چې،د ملي دسترخوان پروګرام ټیم لیډر ویس برمک،د نړیوال بانک استازي،د کابل ښاروالۍ د پرمختیايي پروګرام مسئولان او د همکارو موسسو استازي د غونډې ګډونوال وو. په ورکشاپ کې کابل ښاروال د پروګرام پلو کوونکو او نورو مسئولانو ته په یاد پروګرام کې د شفافیت په پام کې نیولو باندې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې،ښه تجربه مو ترلاسه کړې ده څو یاد پروګرام په غوره توګه پلی کړو. کابل ښاروال په دې برخه کې د سیمه ایزو شوراګانو د چارو او مسئولیتونو په اړوند ډاډ ورکړ څو یاده پروسه په ښه توګه ترسره شي. نوموړي وویل چې شوراګانې د دې سربیره چې اسانتیاوې به رامنځته کوي باید ټول په دقت او ملي ژمنتیا سره په ریښتینې توګه دنده ترسره کړي. ورپسې په دې برخه کې پلانونه،اړین تدابیر،د ویش مکانیزم،تدارک او اقدامات له ګډونوالو سره شریک شول. ورپسې ټولو مسئولانو په خپل وار خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د یو شمیر مسایلو په اړه وضاحت ورکړ.