د څلورمې ناحیې مسئولانو نن له دهن باغ تر بره کي څلورلارې د لاسي توکو پلورونکو فعالیتونه او سیارې کراچۍ تنظیم کړې او دغه راز یې د ارتزاقي موادو یو شمیر هټۍ وڅیړلې. د بازارونو تنظیم او له پلو لارو او سړکونو سمه ګټه اخیستنه د ښار په ګڼه ګوڼه لرونکو سیمو کې جدي اړتیا ده. د ښاري اسانتیاو راوستو په موخه یو شمیر حمایوي او تقویتي پروګرامونه تر لاس لاندې دي چې له دې به ډیر پلي شي. د څیړنې په پایله کې یو شمیر تیر وخته او بي کیفیته خوراکي توکي راټول شول او د یو شمیر د هټیو سرغړونکي تادیب او جریمه شول.
له دهن باغ تر برکي څلورلارې سیارې کراچۍ او لاسي توکي پلورونکي تنظیم شول!
1 ثور 1400