الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په پنجصد فامیلیو څلورلارې کې د ښاري نظم عملیاتي پلان تطبیق شو!

1 ثور 1400

د پنځلسمې ناحیې مسئولانو د ښاري نظم غوره کیدو په ځانګړې توګه د پنجصد فامیلیو څلورلارې له ناقانونه کپو،غرفو،سیارو کراچیو، لاسي توکو پلورونکو او نورو ناقانونه تاسیساتو چې د فرعي سړکونو د بندیدو سبب ګرځیدلي وو او دغه راز د پلو د تګ پر وړاندې یې ستونزې راولاړې کړې وې د سرغړونکو له مقاومت سره سره پاکه شوه. د یادې سیمې لاسي توکو پلورونکو او د غرفو مالکانو ته له مخکې خبر ورکړل شوی وو،څو پخپله خپل ناقانونه تاسیسات او رغونې پاکې کړې،خو دوی ورته پاملرنه ونه کړه. د یادو عملیاتو په لړ کې زرغونې سیمې او پلې لارې د دوه سوه متر مربع په پراخوالي چې تر غصب لاندې وې پاکې شوې او د ښکلا پروژو پلي کیدو ته برابرې شوې، څو ټول ښاریان له هغه ګټه پورته کړي. دا اداره هڅه کوي،څو ټولیز ښاري نظم رامنځته شي او د ښار په بڼه کې غوره تغیر راشي. له بللوري ښاري نظم د ښاریانو په اوسني ژوند کې له خورا ارزښت برخمن دی. له دې کبله له سرغړونکو سره جدي قانوني چلند کیږي.