د لسمې ناحیې په یو شمیر سیمو کې هغه اعلانونه او اشتهارات چې د یو شمیر حکمي او حقیقي وګړو له لوري ترسره شوي وو،پاک او لمنځه یوړل شول.د یادو سرغړونو عاملین پوهه کړل شول څو هر ژر هغه ځایونه چې د دوی د اعلانونو په وسیله زیانمن شوي دي رنګ کړي، کنه له دې پرته به ورسره جدي قانوني چلند وشي. په دیوالونو، د بريښنا په ستنو او صندفونو، ونو، دوازو او نورو عامو ملکیتونو د اشتهاراتو لیکل او بندول جواز نه لري او منع دي.
ناقانونه اعلانونه پاک شول !
2 ثور 1400