نن د ۱۴۰۰ کال د غويي میاشتې په دویمه نېټه د کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی،مرستیالانو او د ښاروالۍ د رئیسانو په ګډون د عامې روغتیا وزارت د استازو له لوري د کرونا واکسین تطبیق پیل شو. کابل ښاروال د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ مننه وکړه چې کابل ښاروالۍ ته یې ځانګړې پاملرنه وکړه. نوموړي وویل چې د کرونا واکسین به د یادې ادارې له لس زره ډیرو کارکوونکو ته په دوه پړاونو کې تطبیق شي.
په کابل ښاروالۍ کې د کرونا واکسین تطبیق پیل شو!
4 ثور 1400