د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د عرفاني نښلونکي سړک د قیر اچولو کار پیل شو!

4 ثور 1400

له کمپنۍ د برچي پر لور د عرفاني سړک د یوه کیلو متره په اوږدوالي د قیر اچولو کار له بنسټیزو چارو وروسته پیل شو. د یاد سړک کار ډیر مهم دی چې ۲.۷ کیلو مترو په اوږدوالي او ۴۰ متره پراخوالي کمپنۍ له برچي سره نښلوي او د یوه معیاري سړک ټولې برخې په بر کې نیسي. د یاد سړک د ځنډ یو لامل د خلکو د کورونو استملاک وو چې په وروستیو کې د کابل ښاروالۍ په هڅو دا ستونزه حل او د یاد سړک پر مسیر خنډونه لمنځه یوړول شول او ټاکل شوې ده د روان کال تر نیمايي یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وړاندې شي. د یاد سړک په جوړیدو سره به په ترافیکي ګڼه ګوڼه کې کموالی راشي او د دې سربیره به سیمې ونښول شي. د کابل ښاروالۍ مسئولان به له یادې پروژې پر وخت څارنه کوي او د ډیزاین او طراحۍ له اړخه به یې چارې څاري. هیله ده پر یاد مسیر پراته درانه ښاریان له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي،څو ډیر ژر ورسره اقتصادي ودې او ښاري پراختیا ته زمینه برابره شي.