د څلورمې ناحیې مسئولانو یو ځل بیا د تایمنیو پروژې له دویم تر څلورم سړک سیمې له بې نظمیو لکه د هټیو له مالونو او نورو خنډونو چې د پلو لارې یې بندې کړې وې او د تګ راتګ پر وړاندې ستونزې را ولاړې کړې وې پاکې شوې. ورته مهال د یو شمیر خوراکي توکو نېټه هم وکتل شوه او د دې برخې یو شمیر سرغړونکي د کابل ښاروالۍ له اصولو او مقراراتو سره سم جریمه او تادیب شول. له دې وروسته به یاده سیمه د مسئولانو ترڅارنې لاندې وي او له سرغړونکو سره جدي قانوني چلند کیږي.
د تایمنیو پروژې له دویم تر دریم سړک له بازارونو خنډونه پاک شول!
4 ثور 1400