الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ښاري فرهنګ دودونې په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه دوام لري!

5 ثور 1400

د ښاري فرهنګ دودونې د پروګرامونو په لړ کې دا ځل د لومړی ناحیې اړوند د محجوبه هروي ښوونځي زده کوونکو ته د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. د ښاري فرهنګ دودونې په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه د کابل ښاروالۍ له لوري له کابل ښاروالۍ څخه د ملاتړ پروژې په مرسته د ښاري فرهنګ د بډاینې، تنظیف، زرغونتیا او د ښاري فرهنګ نورو اړوندو برخو کې له څه مودې راپدیخوا پیل شوي دي ، څو له یوه لوري د زده کوونکو ظرفیت لوړ شي او له بل لوري له ښاري تاسیساتو سمه ګټه پورته شي.