الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د ښار په مهمو برخو کې د پراختیايي پلانونو په پلي کیدو او د اقتصادي دهلیزونو پر طرحه کیدو ټینګار وکړ!

6 ثور 1400

کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی د بګرامیو تپې پر سر د نوي ژوبڼ لپاره د عملیاتي پلان، هلته د اقتصادي دهلیزونو پر طرحه کیدو او په دې ځای کې د یوه لوی تفریحي مرکز د جوړیدو په موخه له بګرامیو تپې او د ښار له نورو مرکزي برخو لیدنه وکړه. نوموړي د پراختیايي ظرفیت لوړولو په ځانګړې توګه د ښاري پراختیا برخې د غښتلتیا په موخه له مسئولانو سره خبرې اترې وکړې. کابل ښاروال د طراحۍ ټیم له لوري د ډیزاین په برخو کې تخنیکي او فني فعالیتونه وارزول او د عملیاتي پلانونو په ترتیب یې ټینګار وکړ. کابل ښاروال اړوندو څانګو ته بشپړو او جامع پلانونو او پروګرامونو په اړوند اړینې لارښوونې وکړې چې د معیاري ډیزاین په برخو کې د دقت سربیره سرعت هم په نظر کې ونیسي،څو هرڅه ژر وکولای شو طرحې عملا پلې شي.