د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

درنو ښاریانو د ښار د سړکونو د ونو او نیالګیو د غلا لیدلو په صورت کې، د غلا څخه د مخنیوي او یا اطلاع رسونې په برخه کې خپله ونډه ادا کړئ!

6 ثور 1400

د کابل ښار د واټونو نیالګي او ونې له څه مودې را پدیخوا د یو شمیر فرصت لیدونکو او اوباشانو له لوري ماتیږي،نړول کیږي او غلا کیږي او د شپې له تیارې څخه په ګټې اخیستنې په بیلابیلو ناحیو کې د سړک له غاړو نیالګي او ونې غلا کوي. د دې سره سره چې کابل ښاروالي دا موضوع په جدي توګه څيړي، په دې برخه کې د درنو ښاریانو او امنیتي ځواکونو مرستې ته اړتیا لري. له ټولو درنو ښاریانو هیله کیږي، څو د داسې سرغړونو لیدلو، نیالګیو پلورلو او یا په غیر اړوند ځایونو کې د نیالګیو شتون په صورت کې کابل ښاروالۍ ته خبر ورکړي. د داسې سرغړونو لکه د نیالګیو د غلا، نړولو او ماتولو سرغړونکي د ښار جوړونې او ځمکو وزارت قانون د اتلسمې مادې پنځمې فقرې له مخې اصلي حالت په کتو د څلور چنده جریمې په ورکړه مکلف دي. له سرغړونکو سره جدي قانوني چلند کیږي!