د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.40 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په شپاړلسمه ناحیه کې تنظیفي حشر ترسره شو!

7 ثور 1400

د ښار په کچه د کثافاتو د غوره مدیریت او د ښاري فرهنګ د بډاینې او دودونې په موخه د د یوه تنظیفي حشر په ترڅ کې د شپاړلسمې ناحیې له یو شمیر برخو تیت کثافات راټول او له ښاره د بانذې ولیږدول شول. په دې ټولیز کار کې د یادې ناحیې ښاریانو په ځانګړې توګه ځوانانو،ښځو او د ګذر وکیلانو د نارنجي اغوستونکو ملتیا کوله. دوی د ښاري فرهنګ په دودونې او يه ښاري مسایلو کې د ټولو ښاریان ګډون په ځانګړې توکه د کثافاتو په راټولولو کې اړین وباله. هره ورځ د ښار په کچه نیږدې ۲۸۰۰ مټریک ټنه کثاقات تولیدیږي چې د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست یوازې د ۱۹۰۰ مټریک ټنه کثافاتو د راټولولو او لیږدولو وړتیا لري،که چیرته په دې برخه کې ښاریان همکاري ونه کړي د نارنجي اغوستونکو پر اوږو دروند بار ږدي. د ښایسته او پاک ښار درلودلو لپاره پروګرامونه ترلاس لاندې دي،هره اونۍ دوه ناحیې تر پوښښ لاندې نیول کیږي،څو په تنظیفي چارو کې وروسته پاتې والی جبران شي.