د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.40 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د لاسي توکو پلورنکو د مصئون فعالیت ازمایښتي طرحه په ده افغانانو سیمه کې پلې شوه!

11 ثور 1400

د ښاري نظم د راتګ او د ښاري ګڼې ګوڼې د کمیښت په موخه د کابل ښاروالۍ د دویمې ناحیې مسئولانو د ده افغانانو سیمې له لاسي توکو پلورونکو سره په همغږۍ تر زیر زمینۍ پورې د لاسي توکو پلورونکو ازمایښتي طرحه د نه خوځیدونکو کراچیو په ایښودو سره پلې کړه. دا سیمه هرځل پاکه شوې او پکې سلګونه د لاسي توکو پلورنکو په نامنظمه توګه فعالیت کوه او پلې لارې او سړکونه یې بندل کړي وو، چې په بیلابیلو عملیاتو کې سیمه پاکه او د لاسي توکو پلورونکو سره تر تفاهم وروسته ورته د نوي ډیزاین کراچۍ وړاندې شوې. اوس مهال د ده افغانانو سیمې شاوخوا ۱۰۰ تنه د لاسي توکو پلورنکي متعهد شوي دي څو نوې کراچۍ جوړې او منظم فعالیت ترسره کړي. یاده طرحه د ښاري نظم دوضعیت غوره کیدو په موخه د ښاري نظم کمیټې له لوري په ازمایښتي توګه د پلې کیدو په حال کې ده. د زیات شمیر سیمو د لاسي توکو پلورونکو د قانوني فعالیت ډاډ ورکړی او ژمنه یې کړه چې خپل فعالیتونه به همداسې تنظیم کوي. د نوي ډیزاین کراچۍ د لاسي توکو پلورونکو له لوري جوړیږي او یوازې کابل ښاروالۍ دوی ته د یو ډول ډیزاین نه خوځیدونکی ماډل وړاندې کړی او دا ډیزاین به په ټولو ناحیو کې یو شان وي.