د شپږمې ناحیې مسئولانو او د یادې ناحیې اوسیدونکو د یادې ناحیې له زیارکښو تنظیفي کارکونکو څخه په یوه روژه ماتي کې مېلمه پالنه وکړه. د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال څيړنوال محمد فاضل شریفي چې له دوی سره یې په روژه ماتي کې برخه لرله وویل چې نیک احساس له نارنجي اغوستونکو سره مرسته او ملاتړ دی. نوموړي د شپږمې ناحيې له مسئولانو او ښاریانو د یاد روژه ماتي د تیارولو له امله مننه وکړه.
په شپږمه ناحیه کې د کابل ښاروالۍ د زیارکښو کارکوونکو لپاره روژه ماتی تیار شو!
11 ثور 1400