د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د ناحیو د عالمانو شورا له استازو سره د یو شمیر مسایلو په اړه بحث او خبرې اترې وکړې!

11 ثور 1400

د غوره ښاري مدیریت او په ټولو د قانون یو ډول تطبیق په اړه کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی د ناحیو د عالمانو شوراګانو له استازو سره بحث او خبرې اترې وکړې. کابل ښاروال د چاپیریالي ستونزو په هوارې،قانون منلو او د نوي کابل لپاره د پروګرامونو او پلانونو په لاره اچولو برخه کې خپل ژمنتیا تازه کړه او په دې برخه کې له عالمانو د همکاری غوښتونکی شو. نوموړي وویل چې عالمان کولای شي خلک قانون منلو ته وهڅوي او د یادې ادارې له چارو څارنه وکړي. کابل ښاروال دغه راز په بیلابیلو ناحیو کې د نویو ټولګټو پروژو له تطبیق خبر ورکړ او په دې برخه یې د عالمانو رول ګټور وباله چې په وینا یې له ارزښت برخمن دی. ورته مهال د عالمانو شورا غړو ژمنه وکړه چې په له کابل ښاروالۍ سره به همغږي او همکار و اوسي او د غوره خدمتونو او هڅونې له امله یې کابل ښاروال ته د عزت لونګی ور په سر کړه. ښاغلي سلطانزوی ځان د خلکو خادم یاد کړ او زیاته یې کړه چې عالمان په ټولنه کې د غوره چارو ترسره کیدو سبب ګرځي او دی به هم په ټول توان هڅه کوي څو کابل ښاریانو ته غوره او معیاري خدمتونه وړاندې کړي.