الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په بازارونو د خوراکي توکو له بیو څارنه دوام لري!

13 ثور 1400

د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال څیړنوال محمد فاضل شریفي، په بازارونو کې د خوراکي توکو له بیو د څارنې په لړ کې د دولسمې ناحیې له بازارونو څارنه وکړه او هلته یې د بازارونو د نظم او فعالیت کوونکو ته د اسانتیاو رامنځته کولو په موخه مسئولانو ته ځانګړې لارښونې وکړې. په دې څارنه کې چې د نورو ادارو مسئولانو هم ګډون درلود د خوراکي توکو نیټه هم ولیدل شوه او سرغړونکي نغدي جریمه او تادیب شول. د کابل ښاروالۍ د مارکیټونو د تنظیم ریاست په وروستیو دوه میاشتو کې د افغانستان د کسبه کارانو خونې او اړوند ادارو په مرسته د ۲۲ ګونو ناحیو په کچه له بازارونو څارنه پیل کړې ده، چې تر اوسه له مارکیټونو او د ناحیو له منډوي ګانو څخه (۶۹۷۷) کسان د (۱۷۸۸۵۲۰) یو میلیون اوه سوه اته اتیا زره پنځه سوه شل افغانیو په ارزښت جریمه شول او راټول شوی محصول د کابل ښاروالۍ بانکي حساب ته داخل شو.