د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د قلعه مراد بیک په سیمه کې د اور لګیدنې له ځایه لیدنه وکړه!

14 ثور 1400

د کابل ښار شمالي دروازې ته نیږدې د قلعه مراد بیک په سیمه کې د تیلو ټانګرو له امله د اور لګیدنې له امله زیات شمیر کابل ښاریان مالي او ځاني زیانمن شول. کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی د کابل ولایت مقام د مرستیال په ملتیا د شکردرې ولسوالۍ د امنیت مدیر او قوماندان او یو شمیر مسئولانو په ګډون له هیوادوالو سره د خواخوږۍ او د اور لګیدنې له امله چاپیریال ته د اوښتو زیانونو د پیژندلو په موخه له قلعه مراد بیک سیمې لیدنه وکړه چې په دریو پړاونو کې به ستونزو ته رسیدنه وشي. ټاکل شوې ده د یاد پیښې د ښې څیړنې او په یاده سیمه کې په ناقانونه توګه د ټانکرو دریدو په موخه اړین او عاجل اقدامات ترسره شي. شاروال کابل در مورد تعین جای بدیل که پس از این برای توقف مصوون وسایط تانکرها باشد؛ بعد از بحث و تبادل نظر با تیم های تخنیکی و فنی تصامیم لازم اتخاذ کرده و جا ها را تعین نمودند.  کابل ښاروال تر بحث او خبرو اترو وروسته د ټانکرو دریدو لپاره بدیل ځایونه وټاکل. ورته مهال تخینکي ادارې مکلفې شوې څو د ټانکرو دردیدو لپاره دایمې تم ځایونه له تخنیکي او فني مطالعې وروسته طراحي او د ټاکلو په موخه یې اړین اقدامات ترسره کړي.