د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68.5 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د سرای شهزاده د صرافیو مارکیټ د څلورم پوړ کار دریدلی دی!

16 ثور 1400

سرای شهزاده د کابل ښار په کچه د راکړې ورکړې او پولي تبادلې د یو لوی مرکز په توګه د همغه وخت( ۱۳۳۹) کال اړتیاو ته په کتو ۶۰ کاله مخکې په دریو پوړونو کې په کانګریټي اوسپنیز ډول جوړ شوی دی او ټول پراخوالی یې د صرافانو د فعالیت لپاره ځانګړی شوی دی. د یاد مارکیټ اوسنۍ ودانۍ د څلورم پوړ جوړیدو وړتیا نه لري او وړاندیز کیږي څو تاریخي ارزښتونو او د ښاریانو اړتیاو ته په کتو یاد مارکیټ ته څیرمه په مډرن او ستنډرد ډول د بدیل مارکیټ په جوړیدو فکر وشي. کابل ښاروالي له ښار جوړونې او ځمکو وزارت سره سرای شهزاده ته څیرمه د یوه بل مارکیټ په جوړیدو غور کوي، څو د یاد مارکیټ د مدیریت، سرچینو، حقوقي ماهیت او د لیږد د څرنګوالي په اړه څیړنه وکړي، او دغه راز د یاد مارکیټ له سوځیدو او اور لګیدني څخه د مخنیوي په طرحه هم فکر وشي.