د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د شپاړلسمې ناحیې اړوند په لومړیو مکرویانو کې ښاري نظم وڅارل شو!

16 ثور 1400

د غوره ښاري ودې او د ښار په کچه د اسانتیاو او هوساینې رامنځته کیدو په موخه د ښاري نظم عملیاتي پلان د حمايوي او تقویتي پروګرامونو د تطبیق په لړ کې د شپاړلسمې ناحیې اړوند د مارکیټونو وضعیت وڅارل شو. داسې څرګندیده چې په یاده سیمه کې هغه خنډونه چې ښاري نظم یې پخوا ګډوډ کړی وو لمنځته تللي او خلک اوس د قانون او ښاري اصولو درناوی کوي. ورته مهال د یادې ناحیې له ملي بس څلورلارې تر تقاعد ریاست پورې سیمې هم له ناقانونه خنډونو، کپو،غرفو او سیارو کراچیو څخه پاکې شوې.  کم شمیر سرغړونې چې په یاده سیمه کې تر سترګو کیدې،ورته رسیدنه کیږي څو بشپړ ښاري نظم رامنځته شي. د ښار په کچه ښاري نظم د بیلابیلو حمایوي او تقویتي پروګرامونو له لارې څارل کیږي، څو بشپړ ښاري نظم رامنځته شي.  کابل ښاروالي ژمنتیا لري په هغو سیمو کې چې له بې نظمیو او غصب پاکې شوې دي، بیلابیلې عمراني او د ښکلا پروژې پلې کړي. ښاري ژوند د یو لړ اصولو او مقراراتو په پام کې نیولو سره نظم مومي، له دې کبله ټولو ښاریانو هیله کیږي څو د ښاري نظم د ګډوډولو باعث ونه ګرځي. د کابل ښاروالۍ مسئولان به د ښار په کچه د بشپړ ښاري نظم راتګ پورې یادې پروسې ته دوام ورکړي.