د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو د مرستیال څیړنوال محمد فاضل شریفۍ تر مشرۍ لاندې غونډه کې د ۲۲ ګونو ناحیو د رئیسانو او د ګذر وکیلانو شورا د استازو په ګډون د ښار پر وړاندې د ښاریانو فردي او ټولنیز مسئولیتونه تر بحث لاندې ونیول شول. د ګذر وکیلانو شورا استازو د کابل ښاروالۍ له دې نیک اقدام د ستاینې ترڅنګ د اړوند ناحیو د اوسیدونکو په استازیتوب ژمنه وکړه چې د (هم ښاري او ښار) پروګرام په لاره اچولو سره به د ښاري ستونزو حل کیدو په موخه له کابل ښاروالۍ سره همغږي او همکار وي.
د هم ښارۍ او ښار میثاق تر بحث لاندې ونیول شو!
16 ثور 1400