د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په نهمه ناحیه کې تنظیفي حشر ترسره شو!

18 ثور 1400

د تنظیفي چارو له وروسته پاتې والي او د هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي په موخه دا ځل پنشنبه حشر د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست له لوري په نهمه ناحیه کې ترسره شو. په یاد تنظیفي حشر کې د تنظیف ریاست ۲۰۰ پرسونلو ګډون کړی او د ۲۲  لوړ او ټیټ ولټاژ ماشینرۍ له لارې یې د یادې ناحیې له یو شمیر سیمو تیت کثافات راټول کړل . په همدې لړ کې  د ۲ عراده لوډرو او ۱۵ زرنج وسایلو له لارې د یادې ناحیې ۱۰ مسیرونه پاک شول او ترې راټول شوي کثافات د له ښاره د باندې ولیږدول شول. کابل ښاروالي د مخکنیو ترتیب شویو پروګرامونو له لارې د ورځنیو پاکاریو سربیره هره اونۍ په دوه ناحیو کې تنظیفي حشر ترسره کوي، څو په تنظیفي چارو کې وروسته پاتې والی جبران شي. كابل ښاروالي خپلو امکاناتو ته په کتو د ښار د کثافاتو د غوره مدیریت لپاره هڅې کوي څو هره ورځ له ۱۷۰۰ مټریک ټنو تر ۲۰۰۰ مټریک ټنو کثافات له ښاره د باندې ولیږدوي. د محاسبې له مخې په کابل ښار کې هره ورځ له ۲۷۰۰ مټریک ټنو ډیر کثافات تولید کیږي او یاده اداره کولای شي په ورځني ډول له ۱۷ تر ۱۸ سوه مټریک ټنو کثافات له ښاره د باندې ولیږدوي . له دې کبله که چیرته په دې برخه کې ښاریان مرسته ونه کړي چاپیریالي ستونزې به لا ډیرې شي. د کابل ښاروالۍ تنظیفي پرسونل د ژمنتیا له مخې د ښاریانو د روغتیا او سلامتۍ لپاره خدمت او کوښښ کوي. له دې کبله هیله کیږي چې د کثافاتو له تیتولو څخه په جدي توګه ډډه وکړئ.