د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

سرای شمالي چوک ته په غځیدلو سړکونو د ښاري نظم عملیاتي پلان بیا ځل تطبیق شو!

19 ثور 1400

د ښاري نظم او د تګ راتګ پرمهال ښاریانو ته  اسانتیاو رامنځته کیدو په موخه د ۴، ۱۱ او ۱۷ ناحیې مسئولانو سرای شمالي چوک ته په غځیدلو سړکونو د ښاري نظم عملیاتي پلان د بیا ځل لپاره تطبیق شو. هغه لیني موټر، کپې، کراچۍ لاسي توکو پلورونکي او نور خنډونه چې د سړکونو او د خلکو د تګ راتګ پر وړاندې یې ستونزې راولاړې کړې وې د بیلابیلو کسانو له مخالفت سره سره پاک او تنظیم شول.  هغه کسان چې مخالفت یې کاوه وپیژندل شول او د قانون منګولو ته به وسپارل شي. د یادې سیمې پر فعالیت کوونکو او متشبیثینو ټینګار وشو،څو د ښاري نظم په راتګ کې ټول هڅې وکړي او خپل فعالیتونه له ښاري اصولو او قوانینو سره برابر کړي.  سړکونه او پلې لارې عام ملکیتونه دي چې په ټولو ښاریانو پورې اړه لري او یو شمیر کسان یې باید له هغه د ځان لپاره کار وانخلي او غصب یې نه کړي، په ځانګړې توګه د سرای شمالي چوک چې د هیواد له شمال سره د نښلیدو مرکز دی. د لاسي توکو پلورونکي،لیني موټر او صنفونه باید په یاده سیمه کې د ښاري نظم ګډوډیدو سبب ونه ګرځي. کابل ښاروالي په یاده سیمه کې د لاسي توکو پلورونکو د فعالیت تنظیم خپل لومړیتوب ګڼي،څو په واټونو کې نظم رامنځته شي. په یاده سیمه کې ښاري نظم جدي اړتیا ده او له سرغړونکو سره جدي قانوني چلند کیږي.