د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د پایتخت زون د پراختیا ادارې له رئیس سره وکتل!

20 ثور 1400

کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی د پایتخت زون د پراختیا ادارې له رئیس نجیب الله شینواري سره د یوې ناستې په ترڅ کې په کابل ښار او ورڅیرمه ولایتونو کې د پروژو د تطبیق په اړه بحث او خبرې اترې وکړې. کابل ښاروال د کابل ښاروال د لرلید په اړه رڼا واچوله او دغه راز د هغو لارښونو یادونه یې وکړه چې د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري کابل ښاروالۍ ته ځانګړي ترسره شوي دي. نوموړي تر کار لاندې پروژو په تطبیق کې د کابل ښاروالۍ او پایتخت زون ادارې ترمنځ پر همغږۍ او ګډ کار ټینګار وکړ. د پایتخت زون د پراختیا ادارې رئیس د پروګرامونو په تطبیق کې د هر راز مرستې ژمنه وکړه او په ۱۴۰۰ کال کې یې د دواړو ادارو د تخنیکي ټیمونو ترمنځ پر ډیرې همغږۍ ټینګار او بحث وکړ او اړینې پریکړې ترسره شوې. ټاکل شوې ده د کابل ښاروالۍ او د ملي پایتخت د پراختیا ادارې ترمنځ د یادو مواردو په اړه دقیق او تیز کار ترسره شي او د روانې اونۍ تر پایه به ګډ هوکړه لیک ترتیب کړي. په یاد هوکړه لیک کې به د خدمت په برخه کې د دواړو ادارو مسئولیتونه مشخص شي او د کابل ښار سربیره به د پایتخت زون د پراختیا ادارې اړوند په لوګر،میدان وردګ،پروان او کاپیسا ولایتونو کې هم خدمتونه وړاندې شي.