د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پنځه سوه فامیلو د ختیځ ګذر د بیارغونې چارې دوام لري!

20 ثور 1400

د شپاړلسمې ناحیې اړوند د پنځه سوه فامیلیو د ختیځ ګذر د بیارغونې چارې د کابل ښاروالۍ له پرمختیايي پروګرام څخه دوام لري چې د ټولټال ۸۵۸۷ مترو په اوږدوالي د سړکونو او کوڅو جوړول، د ۱۵۸۴۲ مترو د اوبو لښتیو رغونه،  د ۱۸۵۶ مترو په اوږدوالي د اوبو رسولو شبککې او د ۱۴۱۹ مترو په اوږدوالي د پلو لارو رغول پکې شامل دي. د یادې پروژې ټولیز ارزښت ۱۳۰ ملیونه افغانۍ دی چې په پیل تر پایه پکې ښاریانو ته زیاتې بوختیاوې رامنځته شوې وې. وروسته پاتې او لرې پرتو ناحیو ته پاملرنه او دوی ته د ښاري اسانتیاو رامنځته کول د کابل ښاروالۍ د رهبرۍ لپاره لومړیتوب لري ، دیاد ګذر د سړکونو جوړیدو ته ډیره پاملرنه شوې ده چې ټاکل شوې ده د روان کال تر پایه بشپړ او ګټې اخیستنې ته وړاندې شي. د یاد ګذر په بیارغونه سره به د چاپیریالي ستونزو د حل سربیره د سیمې خلکو ته زیات شمیر ټولیزې او اقتصادي اسانتیاوې رامنځته شي. کابل ښاروالي په دې برخه کې د ښاریانو همکاري اړینه او ګټوره بولي او هیله کوي څو خلک د یادې پروژې له ښه تطبیق څارنه وکړي او په ساتنه کې یې د کابل ښاروالۍ همکار و اوسي.