الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د کابل په لودیځ له سیدالشهدا ښوونځي څخه ولیدل چې دوه ورځې وړاندې پکې برید شوی وو!

21 ثور 1400

کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی او ورسره مل پلاوي د کابل په لودیځ کې له سید الشهدا ښوونځي څخه لیدنه وکړه چې د غويي په ۱۸ مه پکې وسلوال بریذ شوی وو او په پایله کې یې د یاد ښوونځي ډیر شمیر زده کوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړ او د ښوونځي په خالي څوکیو یې د درنښت ګلان کیښودل. دغه راز نوموړي د یاد ښوونځي له مسئولانو او د قربانیانو له کورنیو سره خپله غم شریکي وښوده او ټپیانو ته یې د لوی خدای ج له درباره د بیړنۍ روغتیا هیله وکړه. کابل ښاروال وویل چې د افغانستان خلک دوه لارې مخکې لري یو یوې د روښنایۍ او بله د تیارې لاره ده او هغه څوک چې د رڼا او انسانیت لاره ټاکي،له بده مرغه له زیات شمیر ستونزو او ننګونو سره مخ کیږي. ښاغلي سلطانزوی زیاته کړه چې هڅه به وکړي له عامې روغتیا وزارت سره په همغږۍ ټپیانو ته ښه رسیدنه وشي او د شهیدانو کورنیو ته اسانتیاوې رامنځته کړي.