د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

دکابل ښار په کچه د ملي دسترخوان پروګرام په اړه د عامه پوهاوي پروګرام پیل شو!

22 ثور 1400

د کابل ښار په کچه د ملي دسترخوان پروګرام پیل شویدی، له دې کبله د یاد پروګرام د بستو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه په بیلابیلو ناحیو کې نن د جوماتونو، د کور په کور تګ او د پوسترو د ویش په وسیله پیل شو. د پروګرام څخه اصلي موخه د کرونا وبا له امله رامنځته شوي بیړڼي حالت ته رسیدنه ده او د ملي دسترخوان پروګرام پرمختیايي موخه له پیژندل شویو اړمنو کورنیو سره عاجلې مرسته دي . په کابل ښار کې د یاد پروګرام لپاره ۸۰ ملیونه ډالر ځانګړي شوي دي . د ملي دسترخوان پروګرام بستې په خوراکي، حفظ الصحې او نغدي توګه ورکول کیږي چې د هرې کورنۍ لپاره د ۴۰۰۰ افغانیو په ارزښت مواد په نظر کې نیول شوي دي.د یاد پروګرام دریمه برخه د کابل ښاروالۍ د ښاري پرمختیا پروګرام په چوکاټ کې او دریمه برخه یې د بوختیاو موندلو په غاړه لري او تطبیق کوي یې. کابل ښاروالي له نادولتي ادارو سره د مرستو په ویش کې ښه مخینه لري او په دې برخه کې یې له coar,wadan,ada او sdo موسسو سره قراردادونه کړي دي. همکارې موسسې د تطبیق کوونکو ادارو په استازیتوب اسانتیاوې رامنځته کوي اوله یاد پروګرام څارنه کوي. د خوراکي توکو په بستو کې د ۴۰۰۰ افغانیو په ارزښت وریجې، لوبیا، غوړ او صابون شامل دي او ښاریانو ته ویشل کیږي. په ملي دسترخوان پروګرام کې هغه کورنیو ته چې د ښځو، معلولیت لرونکو وګړو او سپین ږیرو له لوری سرپرستي کیږي لومړیتوب ورکول کیږي. یادې بستې به په پوره شفافه توګه د خلکو د شوراګانو له لوري دوی ته وویشل شي. له یادې پروسې د ناخوښۍ او یا ستونزو په اړوند کولای شي له موږ سره د ۳۳۳۰ شکایتو شمیر له لوري خپل شکایت ثبت کړی او یا هم د وټس اپ  د ۰۷۴۴۳۱۱۸۱۶۱ شمیرې له لارې راسره په اړیکه کې شئ.