د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له کوچني اختر څخه د نمانځنې په مناسبت په شپږمه ناحیه کې د یادې ناحیې د اوسیدونکو په ګډون تنظیفي حشر ترسره شو!

22 ثور 1400

د ښار د پاکۍ او صفایۍ په موخه د یوه ټولیز کار په ترڅ کې چې د شپږمې ناحیې سلګونو اوسیدونکو، مشرانو، ګذر وکیلانو، د ځوانانو او ښځو شورا استازو پکې ګډون کړی وو، له کوچني اختر څخه د نمانځنې په مناسبت د یادې ناحیې له یو شمیر سیمو تیت کثافات راټول او له ښاره د باندې ولیږدول شول. په یاد ګډ کار کې د یادې ناحیې بیلابیلې سیمې له کثافاتو پاکې شوې او یو شمیر د اوبو لښتي چې د کثافاتو غورځولو له امله بند وو پاک شول. زیات شمیر مسئولان د ښار په پاکۍ او صفایی کې د ښاریانو له ونډې اخیستو چې د دوی ملي او دیني مسئولیت دی ناراضه دي چې په وینا یې ښاریان د اوبو په لښتیو او غیر مناسبو ځایونو کې د کثافاتو غورځولو له امله د ښار د ککړتیا سبب ګرځي او په دې توګه د کابل ښاروالۍ په پرسونلو دروند بار ږدي. د کابل ښاروالۍ رهبري د ښاري فرهنګ دودونې او له نارنجي اغوستونکو د ملاتړ په موخه په بیلابیلو ناحیو کې تنظیفي حشرونه ترسره کوي. ورته مهال یو شمیر ښاریان حاضر شوي وو، څو له ښاره د تیت کثافاتو راټول کړي او په دې توګه د ښار په پاکۍ او صفایۍ کې په برخه اخیستو خپل رسالت ادا کړي، چې کابل ښاروالي ترې مننه کوي. د ښار په پاکۍ او صفایۍ کې برخه اخیستل د ټولنې د هر فرد دنده ده، هیله ده نور ښاریان، بنسټونه او ادارې د سالم چاپیریال رامنځته کیدو او د کثافاتو راټولولو په برخه کې له دې لویې خدماتي ادارې سره همغږي او همکار و اوسي. تنظیفي حشرونه د دې خاورې د اوسیدونکو پخوانۍ او منل شوی دود دی. د کثافاتو تیت کول او په مناسبو ځایونو کې یې نه اچول او دغه راز د هوا ککړتیا د اندیښنی وړ دي، اړینه ده څو ښاریان د ښار د کثافاتو په مدیریت او د کابل هوا د ککړتیا په راکمولو کې له کابل ښاروالۍ سره همغږي او همکار و اوسي. راځئ یو بل په دې دیني او ملي وجیبه کې د برخه اخیستو لپاره وهڅو، څو د تنظیفي پرسونلو سره یوځای کثافات راټول کړو، ځکه هیواد او ښار په موږ حق لرو. راټول شوي کثافات د کابل ښاروالۍ توظیف شویو وسایلو په وسیله له ښاره بیرون ولیږدول شول.