د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروالۍ د رهبرۍ له لوري کوچنۍ اختر ونمانځل شو!

27 ثور 1400

‎کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی، مرستیالان، د مرکزي ادارو او ناحیو رئیسانو د اختر په څلورمه د د کابل ښار په کچه د ناحیو د ګذر وکیلانو کوربانه وو. ‎په یادو مراسمو کې کابل ښاروال د ګذر وکیلانو ته د اختر مبارکۍ ترڅنګ، له ښاري ستونزو یادونه وکړه او د یو شمیر ستونزو او ننګونو په ځانګړې توګه د ښاري نظم د راوستو په برخه کې یې د کابل ښاروالۍ له پروګرامونو یادونه وکړه . ‎کابل ښاروال ژمنه وکړه چې، د غوره ښاري خدمتونو وړاندې کولو لپاره چمتوالی لري او د کابل ښاروالۍ منسوبین په دې برخه کې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کوي. ‎کابل ښاروال د یو شمیر ټولګټو پروژو چې ډیره برخه یې د اصلي او فرعي سړکونو رغول دي یادونه وکړه چې په وینا یې په جوړیدو سره به یې کابل ښار غوره او برابره معیاري وده وکړي. له واټونو او پلو لارو د خنډونو لرې کول، له غیر معیاري رغونو مخنیوی او پرته قید او شرط څخه د لاسي توکو پلورونکو تنظیم یو شمیر نور هغه پروګرامونه وو چې کابل ښاروال یې یادونه وکړه او په پلي کیدو سره به یې د ښار په کچه د غوره بدلون شاهدان و اوسو. نوموړي دغه راز د ښاري ستونزو لمنځه وړلو او په دې برخو کې د غوره پلانونو جوړولو په موخه مسئولانو ته ځانګړې لارښوونې وکړې،څو د ښاریانو په ځانګړې توګه د ګذر کیلانو په مرسته حل او لمنځه لاړې شي. ورته مهال د کابل ښار د خلکو په استازیتوب الحاج فدامحمد عادل یو ځل بیا له کابل ښاروالۍ سره د هر راز مرستې ژمنه وکړه او زیاته یې کړه چې د عمراني او ټولګتو پروژو په پلي کیدو کې به له کابل ښاروالۍ همکار او همغږي و اوسي. د یادو مراسمو په وروستیو کې د کابل ښاروالۍ د منسوبینو په استازیتوب د کابل ښاروالۍ له رهبرۍ د ۲۲ ګونو ناحیو د ګذر کیلانو له لوري په بیلابیلو ډالیو ستاینه وشوه او د افغاني دود له مخې د دوی د ښو خدمتونو ستاینې په موخه چپنې ور واغوستل شوې.