د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل په منډوي کې د ښاري نظم عملیاتي پلان تطبیق شو

1 جوزا 1400

د ښاري نظم د راتګ او ښاریانو ته د اسانتیاوو برابریدو په موخه یو ځل بیا د لومړی ناحیې د مسئولانو له لوري د کابل ښار په منډوي کې د ښاري نظم عملیاتي پلان تطبیق شو. د لاسي توکو پلورونکو سیارې کراچۍ، د هټیو مخې ته ناقانونه رغونې،ناقانونه اشتهارات او نور موارد د کابل په منډوي کې د سړکونو او پلو لارو د بندیدو سبب ګرځي. د یادې سیمې فعالیت کوونکو او د لاسي توکو پلورونکو ته په ټینګار سره وویل شول چې د ښاري نظم په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي او د خپل فعالیتونه له ښاري اصولو او قوانینو سره برابر کړي. سړکونه او پلې لارې عمومي مکلیتونه دي چې په ټولو ښاریانو پورې اړه لري، چې باید هغه غصب نشي او ترې ناوړه ګټه وانخیستل شي. د منډوي په کوڅه کې یو سوداګریز مرکز دی له سړکونو یې باید صنفونه او فعالیت کوونکي ناوړه ګټه وانخلي او په دې توګه د ښاري بې نظمۍ سبب ونه ګرځي. کابل ښاروالي د لاسي توکو پلورونکو او سیارو کراچیو تنظیم خپل لومړیتوب ګڼي، څو د ښاري نظم په برخه کې غوره بدلون راشي. د دې برخې له سرغړونکو سره جدي قانوني چلند کیږي.