د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ښاري فرهنګ دودونې په موخه د څلورمې ناحیې په اړوند سیمو کې تنظیفي حشر ترسره شو!

دا پنجشنبه تنظیفي حشر د ښاري فرهنګ دودونې په موخه د څلورمې ناحیې په یو شمیر سیمو کې د یادې ناحیې د مسئولانو،ځوانانو او خصوصي تنظیفي شرکتونو په ګډون ترسره شو او په پایله کې یې ۲۳۰ ټنه تیت کثافات راټول او د تنظیف ریاست د ګمارل شویو ترانسپورتي وسایلو په وسیله له ښاره د باندې ولیږدول شول. په یاد حشر له ترافیک، انصاري او سابقه څلورلارو او دغه راز د نوي ښار پارک له شاوخوا سیمو، د تایمني وزیر اباد پروژې له دویم او دریم سړک، نوي ښار او برکي سړک کثافات راټول او سیمې پاکې شوې. کابل ښاروالي پاک، زرغون او له ککړتیا پرته ښار ته په لاس رسي کې د ښاریانو ونډه مهمه ګڼي او له ټولو بنسټونو او ښاریانو غواړي څو په دې برخه کې خپله دیني او اخلاقي دنده ترسره کړي. ډیری وخت یو شمیر بې مسئولیته ښاریان د اوبو په لښتیو او غیر مناسبو ځایونو کې کثافات غورځوي چې په دې توګه د ښار د ککړتیا سبب ګرځي او د تنظیفي پرسونلو پر اوږو دروند بار ږدي. د ښار پاک ساتل او زرغونتیا د ټولو ښاریانو دنده شمیرل کیږي.