یاده لارې چې د وخت په تیرو نړیدلې وې او د ګټې اخیستنې وړ نه وې،د کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی په لارښونه بیا رغول کيږي. کابل ښاروال په مسئولانو ټینګار وکړ چې چارې په پوره دقت او تیزۍ سره بشپړې کړي. د یادو د نړیدلو تیږو او پکې د اوبو ډڼډ کیدو موضوع تر تخنیکي مطالعې وروسته اوس مهال د یادو لارو د تیږو کار روان دی. ټاکل شوې ده د زیر زمینۍ لارې په بنسټیزه توګه ورغول شي،څو په عمراني او ټولګټو برخو کې د ګام اخیستو سربیره د ښار په مرکزي برخو کې ښاري ښکلا رامنځته شي. د یادو ارزښت ته په کتو په بشپړیدو سره به یې د ښار په ګڼه ګوڼه کې د کموالي او تاریخي ارزښتونو دغوره ساتلو شاهدان و اوسو او دغه راز به په دې توګه د ښار په نما او ټولګټو چارو کې د غوره بدلون شاهدان و اوسو.
کابل ښاروال د ده افغانانو زیر زمینۍ له لارو لیدنه وکړه!
2 جوزا 1400