د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د قلعه زمان خان سړک اصلي کرښې له بنایۍ سره نښلول کیږي!

3 جوزا 1400

له مودو وروسته او د قلعه زمان خان شپیته متره سړک د اصلي کرښو په بشپړیدو سره نن د یاد سړک د یو شمیر پاتې برخو د قیر اچولو کار په بشپړیدو سره ټاکل شوې ده په نیږدې ورځو کې له بنایۍ سیمې سره ونښلول شي. د قلعه زمان خان شپیته متره سړک د ساختمان کار له بشپړیدو سره چې د کابل ښاروالۍ یو لومړیتوب وو د ۳.۵ کیلو مترو په اوږدوالي او ۶۰ متره پراخوالي سره په څلورو اصلي کرښو کې د شپاړلسمې ناحيې په سیمه کې د کابل ښاروالۍ د کار،ساتنې او مراقبت ریاست له لوري په بنسټیزه توګه د جوړیدو په حال کې دی. یاد سړک د ښار مرکزي برخې له جنوب ختیځ زون سره نښلوي چې په بشپړیدو سره به یې د سیمو له نښلیدو سربیره اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي او د کارته نو او بګرامیو سیمې په ترافیکي ګڼه ګوڼه کې به کموالی راشي. نښلوونکې لارې او سړکونه د متمدنې نړۍ له رګونو شمیرل کیږي،ځکه ټولې اقتصادي او ټولنیزې ودې ور پورې تړلې دي. د سړکونو رغول او بیا رغول به په کابل ښار کې ټولنیزو او اقتصادي بدلونونو ته زمینه برابره کړي او راتلونکې ته به خلک هیلمن کړي.