د لسمې ناحیې مسئولان د ښاریانو د شکایتونو پر بنسټ د فاضلاب ټانکرو د هغه مالکانو ته چې د ښاریانو د شکایت پر بنسټ یې ګواکي د شپې له تیارې په ګټې اخیستنې د چهار قلعه وزیر اباد په سیمه کې د اوبو په لښتیو کې د فاضلاب ټانکر خالي کول، اخطار ورکړ چې د داسې عمل بیا لیدو په صورت کې به د قانون له مخې مجازات شي. د دوی دا کار د چاپیریالي ککړتیا سربیره د اوبو د لښتیو بندیدو سبب ګرځي چې د مسئولانو له لوري به دا موضوع وڅارل شي. له ټولو ښاریانو غوښتنه کیږي څو د داسې عمل د لیدلو په صورت کې د کابل ښاروالۍ د وټس اپ ۰۷۴۴۳۱۸۱۶۱ شمیرې له لارې زموږ سره په اړیکه کې شي او په دې توګه راسره همکاري وکړي.
هغه کسان چې د اوبو په لښتیو کې د فاضلاب ټانکر خالي کوي مجازات کیږي!
3 جوزا 1400