د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په سینما پامیر سیمه کې د ښاری نظم عملیاتي پلان پلی شو!

4 جوزا 1400

د ښاري نظم عملیاتي پلان د تطبیق پر دوام د لومړی ناحیې اړوند سینما پامیر سیمه یو ځل بیا له ښاري بې نظمیو پاکه شوه. د یادو عملیاتو په لړ کې هغه ناقانونه غرفې چې نوې د یو شمیر ښاري سرغړونکو له لوري ایښودل شوې وې ونړول شوې، سیارې کراچۍ او لاسي توکي پلورنکي په یوه لیکه کې تنظیم شول او د هټیو مخې ته له ناقانونه رغونو مخنیوی وشو، دغه راز ناقانونه اشتهاراتو، غږیزې ککړتیا او نورو خنډونو ته چې د ښاري بې نظمۍ سبب ګرځیدل رسیدنه وشوه. د یادې سیمې لاسي توکو پلورونکو او فعالیت کوونکو ته یوځل بیا خبر ورکړل شو، څو د ښاري نظم په راتګ کې هر اړخیزه همکاري وکړي او خپل فعالیتونه د ښاري اصولو سره برابر کړي. سړکونه او پلې لارې عام ملکیتونه دي چې په ټولو ښاریانو پورې اړه لري او د یو شمیر ښاریانو له لوري له عامو ملکیتونو ناسمه ګټه اخیستنه ښاري سرغړونه ده چې د کابل ښاروالۍ د مسئولانو له لوري به ورته ورسیدنه وشي.