د ګذر وکیلانو په برخه کې د کابل ښاروالۍ د نوې مقررې له مخې د اولسمې ناحیې اړوند د دولسم ګذر د وکالت لپاره ټاکنې په پوره شافه توګه د ټاکنیزو څارونکو بنسټونو د استازو په شتون کې ترسره شوې. د ټاکنو په پایله کې عبدالبشیر ګلستاني وکولای شول د سیمې د خلکو د ۲۷۳ شفافو رایو په ترلاسه کولو سره د دریو کلونو لپاره د یاد ګذر د وکالت څوکۍ خپله کړي. کابل ښاروالي په هغه ګذرونو کې چې د ګذر وکیل نه لري، د خلکو شکایت ترې موجود وي او یا یې له دندې استعفا ورکړې وي د ګذر وکالت ټاکنو ترسره کولو ته لومړیتوب ورکوي او وروسته یاده پروسه په ټولو ګذرونو کې تطبیق کیږي.
د اولسمې ناحیې د دولسم ګذر لپاره د وکالت ټاکنې ترسره شوې!
4 جوزا 1400