د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.40 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل- جنوب لویې لارې د لومړي فاز ۹۷ سلنه ودانیز خنډونه پاک او لمنځه یوړل شوي دي!

5 جوزا 1400

د کابل جنوب لویې لارې د لومړي فاز ۹۷ سلنه ودانیز خنډونه له بیني حصار د کابل جنوب لویې لارې پر لوري دوام لري او د غبرګولي په ۳ نیټه هم ۱۵ جایدادونه ونړول او پاک شول او پاتې نور به یې تر راتلونکو دریو ورځو پورې پاک او لمنځه یوړل شول. د یاد جایدادونو ډیری مالکانو خپل حقوق له کابل ښاروالۍ څخه ترلاسه کړي دي،یوازې یو شمیر یې د اسنادو د نه بشپړیدو د محکمې د فیصلي د ځنډ له کبله نه یاد حقوق نه دي ترلاسه کړي. له نجات څلي تر دولتي تیلو ټانګ پورې د ۵۰۰ مترو په اوږدوالي او ۶۰ متره پراخوالي تر استملاک لاندې ملیکتونو د ملکیت حق تثبیت شوی او خپل حقوق یې ترلاسه کړي دي چې تر راتلونکو څو ورځو پورې به یې خنډونه لمنځه یوړل شي. د اصلي سړکونو پر جوړیدو او پراختیا سره به زیات شمیر چاپیریالي او ښاري ستونزې حل شي او یادې پروژې د اقتصادي او ټولنیزې ودې په برخه کې ډیرې د ارزښت وړ دي، چې اشخاص یې نباید پر وړاندې خنډ وګرځي.له نجات څلي د بني حصار تر دولتي ټانګ پورې د خنډونو په لمنځه وړلو سره به د ۷ کیلو مترو په اوږدوالي سیمه په بشپړه توګه د رغونې لپاره اماده شي. د کابل جنوب لویې لارې استملاکي پروسه ډیره ستونزمنه وه چې له نیکمرغه د کابل ښاروالۍ د رهبرۍ په هڅو او کوښښونو په یاده پروسه غوره او ډیر پرمختګ شوی دی.