
د ټولنیزو او ښاري اسانتیاو د رامنځته کیدو په موخه د پنځمې ناحیې اړوند له کمپنۍ څلورلارې ( د پغمان او چهادهي شهیدانو څلورلارې) څخه کمپنۍ پله د سړک قیر کولو کار به ډیر ژر بشپړ شي. یاد سړک د کابل ښار د لودیځ یو بنسټیزو سړکونو شمیرل کیږي چې ځانګړي موقعیت ته په کتو له ډیر اقتصادي ارزښت برخمن دی، چې په جوړیدو سره به یې د ښاري ستونزو د حل سربیره په ترافیکي جریان او د مسافرو لپاره زیات شمیر اسانتیاوې رامنځته کړي. یاد سړک د ۱۰۸۰ مترو په اوږدوالي او ۶۰ متره پراخوالي د ګلدانونو، د اوبو معیاري لښتیو،ترافيکي دهلیزونو، د پلو لارو شبکو، د واټونو کرښو اچولو په ګډون د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له لوري په بنسټیزه توګه جوړیږي.



