د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د هغو رسټورانټونو او صنفونو چې له پلو لارو یې د پارکینګ په توګه کار اخیسته د بندلو کار یې پیل شو!

8 جوزا 1400

تیره شپه د کابل ښاروالۍ د مسئولانو د پلټونو له مخې هغه هوتلونه، رسټورانټونه او نور بیلابیل صنفونه چې د پلو لارو او سړکونو د بندیدو سبب ګرځیدل، جریمه شول او د یو شمیر هغو یې فعالیتونه ودرول شول او مهرلاک شول. د ګلکسي،دل ارادم، کب کیک،دی کیچن، کلبه یاران،نګین اسیا، یمی اور هوټلونو او صنفونو او صنفونو چې په پلټلو کې شامل وو، د دې سربیره چې یو شمیر یې بند شول، سرغړونکي نقدی جریمه شول.دغه راز سلایس، وی آی پی، یمي،دربار کابل، فریندس ایسلند او یاران رسټورنټونه چې پارکینګ یې نه درلود او جنراتورونه یې په پلو لارو کې ایښي وو بند شول. په همدې لړ کې کاروان رسټورانټ چې په پلو لارو کې د خنډونو په ایښودلو یې پلې لارې بندې کړې وې، ناقانونه تاسیسات یې ونړول شول او دغه راز دوی ته سپارښتنه وشوه څو خپل فعالیتونه هرڅه ژر له قانون سره برابر کړي. دغه راز یو شمیر ناقانونه لوحې چې په پلو لارو کې ایښودل شوې وې هم ونړول شوې. یادو صنفونه چې فعالیتونه یې ښه عاید لري خو د وسایطو لپاره یې پارکینګ په نظر کې نه وو نیولی او تل یې د خپلو مشتریانو وسایط د سړک پر غاړو او پلو لارو کې درول او د ګڼې ګوڼې سبب ګرځیدلي وو،څو میاشتې وړاندې هم ورته په دې اړه اطلاع ورکړل شوې وه څو هرڅه ژر خپل فعالیتونه له قانون سره برابر کړي، خو دوی د کابل ښاروالۍ د دې اقدام په اړه بې غوره پاتې شوي وو. مسئولان ټینګار کوي چې د دې ستونزې د حل په موخه د دې لویې سرغړونې عاملانو ته به د فعالیت اجازه نه ورکوي. یو شمیر بې مسئولیته افراد او اشخاص هم مشتریان او هم فعالیت کوونکي له پلو لارو او سړکونو ناوړه ګټه پورته کوي او په دې توګه د ښار په بیلابیلو برخو کې د پلو لارو او سړکونو د بندیدو او د ښاري نظم ګډوډیدو سبب کرځیدلي دي. رسټورانتونه او نور سوداګریز مرکزونه چې پارکینګ نه لري، مجبور دي څو د خپلو ودانیو لاندني پوړونه د وسایطو د تم ځایونو لپاره وټاکي او یا د دې ستونزې د حل لپاره نورې لارې چارې وسنجوي.په دې برخه کې پلټنې به د ښار په ټولو ناحیو کې دوام ولري او له سرغړونکو سره جدي قانوني چلند کیږي.