د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د غوره ښاري مدیریت په موخه د کابل ښاروالۍ او د کاروان پوهنتون د محصلانو ترمنځ د مخامخ خبرو اترو پروګرام ترسره شوه!

8 جوزا 1400

په ښاري مدیریت کې د مسئولیت پیژندلو او د چاپیریالي ستونزو د حل په موخه پنجشنبې د ۱۴۰۰ کال د غبرګولي په ۶ نېټه د کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی او د کاروان پوهنتون د محصلانو او استادانو ترمنځ دخبرو اترو مخامخ پروګرام ترسره شو او هر یوه د ښار پر وړاندې د مسئولیت پیژندلو په اړه خپل ارزښتناک وړاندیزونه او نظریات د کابل ښاروالۍ له رهبرۍ سره شریک کړل. کابل ښاروال د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پلانونو په اړه  معلوماتو وړاندې کولو سربیره وویل چې د خبرو اترو له یاد پروګرام څخه یې موخه د همکارۍ روحیې پیاوړتیا،د مسئولیت منلو حس ژوندي کول او په بنسټیزو پریکړو په ځانګړې توګه د ښار په معیاري وده او پراختیا کې د پوهنتون د استادانو او محصلانو رول  پیاوړي کول دي او د خلکو له نظرونو څخه به د پروګرامونو په تطبیق کې کار واخیستل شي. کابل ښاروال دغه راز وویل چې د ستونزو لمنځته وړلو په موخه اړینه ده ټول د ښار پر وړاندې خپل مسئولیتونه ادا کړي،څو د یو بل په مرسته په کابل ښار کې د غوره بدلون شاهدان و اوسو. د نظرونو تر تبادلې وروسته د ښاري ستونزو په حل کې د همکارۍ ژمنه وشوه،څو غوره ټولنیزې اسانتیاوې په ژوندکې تجربه کړو. د کابل ښاروالۍ او خلکو ترمنځ همغږي خورا ارزښت لري او که چیرته د یوې سیمې ټول اوسیدونکي او ښاریان د هیودانۍ مینې له مخې له ښار سره چلند وکړو،لرې نه ده چې د ټولنې ډیری ستونزې په غوره توګه حل شي. د خبرو اترو په یاد پروګرام کې د سړکونو د قیر کیدو،له پلو لارو او سړکونود خنډونو لرې کیدو او له زرغونو سیمو د ساتنې په برخه کې اندیښنې شریکې شوې او د ښاري ستونزو د حل په برخه کې استادانو او محصلانو له لوري وړاندې شوي نظرونه او وړاندیزونه یادداشت شول چې د کابل ښاروالۍ د رهبرۍ له لوري به په بیلابیلو پړاونو کې ورته رسیدنه وشي. کابل ښاروال ژمنه وکړن چې د دوی له وداندیزونو به د کابل ښاروالۍ په راتلونکو پلانونو کې ګټه پورته شی او داسې پروګرامونه به په راتلونکې کې په نورور پوهنتونونو کې هم ترسره کړي.