د کابل ښاروالۍ روغتیايي ټیم د اتمې ناحیې په اړوند سیمه کې یوه قصابي چې په ښاریانو یې د غويي خرابه غوښه پلورله وپیژندله، دوی پرته له دې چې غويی په شرعي توګه حلال شي د مردار غوايي خرابه غوښه يې پلورله، چې د کابل ښاروالۍ د مسئولانو له لوري دوی وپیژندل شول او خرابه غوښه یې په ځمکه کې د خښولو په موخه ولیږدوله. ياد قصاب له سیمې تښتیدلی خو د قصابۍ هټۍ یې د کابل ښاروالۍ د مسئولانو له لوري مهرولاک شو او موضوع تر څیړنې لاندې ده چې سرغړونکی به د قانون منګولو ته وسپارل شي.
یوه قصابي چې د غويي خرابه غوښه یې پلورله وپیژندل شوه!
9 جوزا 1400