د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د سلطان محمود غزنوي سړک د اصلي کرښو د ساختمان چارې پیل شوې!

9 جوزا 1400

د وسلوال پوځ له څلورلارې(لب جر) څخه تر سرای شمالي چوک پورې د سلطان محمود غزنوي سړک د اصلي کرښو د ساختمان چارې د غبرګولي په ۹ د کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی له لوري د څلورمې او یولسمې ناحیې د اوسیدونکو په شتون کې پیل شوې. کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی د یادې پروژې د پرانیستې پر مهال وویل چې د ترافیکو او ترانسپورت په برخه کې د زیربناو په جوړولو سره به په یاده سیمه کې خلک بنسټیزو او معیاري سړکونو ته خلک لاس رسۍ پیدا کړي. نوموړي وویل چې د پروژو په غوره پلي کیدو کې د خلکو رول او ونډه اړینه ده،ځکه د پروژو اصلي مالکان خپله ښاریان دي. کابل ښاروال زیاته کړه چې یو شمیر سیمو ته د نه پاملرنې امله د یو شمیر سړکونو رغول لکه د یاد سړک چارې ځنډول شوې دي. ښاغلي سلطانزوی وویل چې له دې وروسته به دې موضوع ته جدي پاملرنه کیږي،څو له دې وروسته په پلانونو او پروګرامونو کې د سیمو معیاري ودې ته زمینه برابره شي،چې ورسره به ترافیکي حجم کم شي. یاده پروژه د سړکونو رغولو له مهمو پروژو بلل کیږي چې ذ ۲۰۵۲ مترو په اوږدوالي او ۶۰ مترو په پراخوالي به په بنسټیزه او معیاري توګه د اوبو ویالو،پلو لارو او د بایسکیل لارو،ګلدانونو او نورو جزیاتو په ګډون په یوه کال او ۸ میاشتو کې د ۱۵۷ ملیونه په ارزښت د کابل ښاروالۍ له لوري جوړ شي.