د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پلاستیکي کڅوړو کارونې څخه د مخنیوي په موخه له اصنافو سره د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو!

11 جوزا 1400

د پلاستیکي کڅوړو د کمښت او د یادو کڅوړو د زیانونو، د چاپیریالي روغتیايي سپارښتنو په پام کې نیولو او د کرونا وبا له خپریدو څخه د مخنیوي کړنلارې په اړوند د کابل ښار د بیلابیلو اصنافو له استازو سره د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. یاد پروګرام د کابل ښاروالۍ د مسئولانو له لوري له کابل ښاروالۍ څخه د اروپايي ټولنې د ملاتړ پروژې په مالي ملاتړ د اصنافو له زیات شمیر استازو سره ترسره شو او د پورتنیو موضوعاتو په اړوند ورته عامه پوهاوی ورکړل شو، څو خپل فعالیتونه هرڅه ژر له ټاکل شویو اصولو او مقرراتو سره برابر کړي. له پلاستیک او پلاستیکي کڅوړو څخه د زیاتې ګټې اخیستنې له امله له بده مرغه هوا ککړه شوې چې په توګه زیات شمیر ناروغی چې حتی د انسان د مړینې سبب ګرځي رامنځته شوې دي. د ټولو صنفونو له فعالیت کوونکو غوښتنه کیږي چې وچې ډوډۍ د پلور پر وخت له پلاستیکي کڅوړو ګټه پورته نه کړي چې له یوه لوري د چاپیریال د ککړتیا سبب ګرځي او له بل لوري د ښاریانو روغتیا ته زیان رسوي. اړینه ده ټول په خپله کاري سیمه کې په ځانګړې توګه قصابان، کلچه پلورونکي، شریني پلورونکي او نور اصناف په دې اړه د کابل ښاروالۍ لایحه په جدي توګه په پام کې ونیسي. هیله ده د کرونا وبا له خپریدو څخه د مخینوي په موخه ټولنیز واټن او روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونیسئ.