
د لومړی ناحیې اړوند په باغ علي مردان سیمه کې د یادې ناحیې د ښاري ګزمې ټیم له لوري له اصولو او مقرراتو سره د ښاري نظم برابروالی وڅارل شو. د پلټنو په لړ کې ښاري بې نظمیو او خپلسریو ته رسیدنه وشوه،هغه د لاسي توکو پلورونکي چې د ښاري نظم لامل ګرځیدل تنظیم او له سیمې ولیږدول شول او دغه راز یو شمیر اصنافو جریمه او تادیب شول. په یو شمیر متشبیثینو او اصنافو ټینګار وشو، څو د ښاري نظم په راتګ کې له کابل ښاروالۍ سره هر اړخیزه همکاري وکړي او خپل فعالیتونه له قوانینو او اصولو سره برابر کړي.



