د اولسمې ناحیې اړوند د ملي دفاع وزارت ته څیرمه د نهاد سعادت په ښارګوټي کې د یو جریب په پراخوالي له قمبر څلورلارې، رادار غره او اولسمې ناحیې تر منځ سړک پر مسیر ځمکې له غصب مخنیوی وشو او ناقانونه رغونې پکې ویجاړې شوې. د اولسمې ناحیې مسئولان د هر ډول ناقانونه رغونې څخه د مخنیوي لپاره هڅې کوي او د دې برخې ښاري سرغړونکي به تر پیژندلو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپیژني څو له قانون ماتونې او د ځمکو له غصب مخنیوی وشي.
په اولسمه ناحیه کې د یو جریب ځمکې له غصب مخنیوی وشو!
11 جوزا 1400