الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د موټر مینځلو هغه ځایونه چې د بګرامیو شاوخوا یې فعالیت کاوه ولیږدول شوې!

12 جوزا 1400

د بگرامیو سړک پر مسیر هغه د موټر مینځلو ځایونه چې په ناقانونه توګه یې فعالیت کاوه او د سړکونو د نړیدو سبب ګرځیدلې وې د شپاړلسمې ناحیې د مسئولانو له لوري ولیږدول شوې او سیمه پاکه شوه. د موټر مینځلو یادو فعالیت کوونکو د اوبو لوري بند کړي وو چې د اوبو د لښتیو د نړیدو سربیره د سړک خرابیدو او چاپیریالي ستونزو سبب ګرځیدلي وو. په ښاري مدیریت کې له عامه تاسیساتو ساتنه، د خدمتونو وړاندې کول، د ښاري نظم راوستل او له هره ډول خپلسرۍ څخه مخنیوی د کابل ښاروالۍ د مسئولانو اصلي دندې شمیرل کیږي. هغه كسان چې د عامه تاسیساتو د نړیدو سبب ګرځي د ښار جوړونې او ځمکو قانون د اتلسمې مادې پنځمې فقرې له مخې مکلف دي چې نړول شوې سیمه اصلي حالت په کتو جوړه کړي او اصلي قیمت په کتو څلور چنده جریمه ورکړي.